په مسکو کې د افغانستان اسلامي امارت لوی سفیر مولوي گل حسن حسن د تاتارستان جمهوریت په رسمي بلنه دیاد جمهوریت پلازمینې کازان ته سفر وکړ.
ښاغلي سفیر د یاد سفر په ترڅ کې د تاتارستان جمهوریت د لومړي وزیر مرستیال او د صنعت او سوداگرۍ وزیر ښاغلي الیگ کوروتچینکو سره ولېدل.
په یاده لیدنه کې پر گډو دوه اړخیزو موضوعاتو سربېره د تاتارستان شرکتونو له لورې په افغانستان کې پر پانگونې هم بحث او خبرې وشوې.
ښاغلي سفیر د تاتارستان له چارواکو د مننې سربېره ټینگار وکړ، چې په افغانستان کې له رامنځ ته شوي سوداگريز او پانگه ییز فرصته دواړه هیوادونه ښه گټه اخیستلای شي، په ځانگړې توگه د افغانستان او کازان ترمنځ گډ سوداگریز مرکز او نندارتون جوړول كولای شي د افغاني مېوو او نورو محصولاتو لپاره روسیې ته لنډه او ارزانه لاره شي.
په پای کې د تاتارستان جمهوریت په افغانستان کې د وروستیو زلزلو له کبله د رامنځ ته شوو زیانونو په اړه خپله همدردي او خواخوږي څرگنده کړه.