د بایومټریک اپ ډېت د وېپاڼې د راپور له مخې، په وروستیو څلورو کلونو کې په ټول افغانستان کې ۱۰ میلیونه او ۶ سوه زره الیکترونیکي تذکرې وېشل شوي دي. دا مهال د متحده عربي اماراتو په شمول په ټولو ۳۴ ولایتونو کې الیکترونیکي تذکرې وېشل کېږي او پلان شته چې ورته مرکزونه په ترکیه، ایران او پاکستان کې هم جوړ شي څو بهر میشتو افغانانو ته خدمتونه وړاندې کړي.