Afghan Broadcasting Network is the mirror of modern Afghanistan and the voice of truth and trust. Our aim is to deliver world-class content to our audience.

Joined February 2022
12,536 Photos and videos
د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت په کلکه د اسراییل لپاره د امریکا د سفیر وروستۍ څرګندونې غندلي دي. دغه هېواد ویلي د سفیر څرګندونې، چې پکې ویل شوي وو اسراییل کولای شي د عربي هېوادونو اړوند سیمو په ګډون لویدیځې غاړې کنټرول کړي، د نړیوال قانون او د ملګرو ملتونو د منشور څرګنده سرغړونه ده. وزارت ټینګار کړی چې دا ډول څرګندونې د سیمې امنیت او ثبات ته جدي ګواښ پېښوي او د سولې هڅې له منځه وړي. پاکستان د ټولو اړخونو غوښتي چې د فلسطین د خلکو د حقونو او د آزادۍ ملاتړ وکړي. د وزارت په اعلامیه کې ویل شوي چې اسراییل هېڅ ډول مشروعیت نه لري چې د فلسطیني سیمو کنټرول په لاس کې واخلي او د فلسطین د خلکو خپلواک دولت د جوړېدو حق باید خوندي وساتل شي. #ABN #Palestine #Israel #Pakistan #UN #Peace
1
32
د جمهوري نظام پخواني وزیر، عبدالکریم خرم پر افغانستان د پاکستان د وروستي یرغل غبرګون کې ویلي، پر افغان خاوره بمباري او د روژې په میاشت کې د ملکي وګړو وژل یو له ذلت او قساوته ډک عمل دی. نوموړي په خپلو څرګندونو کې د پاکستان د دفاع وزیر، خواجه آصف هغه پخواني اعتراف ته اشاره کړې چې ویلي یې وو پاکستان په افغانستان کې امریکا دوه ځله د "تشناب کاغذ" غوندې وکاروه. خرم پوښتنه کړې: "څه ضمانت شته چې نن یووار بیا هماغسې [تشناب کاغذ] نه استعمالیږي؟!" د هغه له وینا څرګندېږي چې که پاکستان له تېرې تاریخي تجربې زده کړه ونه کړي او بیا هم د لویو قدرتونو د سیمه‌ ییزو لوبو وسیله شي، نو پایلې به یې د دغه هېواد لپاره خورا خطرناکې وي. دا څرګندونې داسې مهال دي، چې د جمهوري نظام ګڼو چارواکو باور ښودلای چې امریکا او اسراییل پاکستان ته په سیمه کې نوي ماموریتونه ورته کړي او د دغو هېوادونو "دلالي" کوي. #ABN #Afghanistan #Pakistan #AttackOnAfghanistan @UN #HumanRights #CrimesAgainstHumanity #IHRF @KarimKhurram_KK
7
368
د جمهوري نظام د ملي دفاع وزارت سرپرست، شاه محمود میاخېل پر افغانستان د پاکستان هوايي یرغل ته په غبرګون کې ویلي چې د طالبانو تګلارو هېواد په سیاسي او دیپلوماتیک ډول منزوي کړی. میاخېل وايي افغانستان له نړیوال ملاتړ محروم دی او په همدې دلیل نه شي کولای په مؤثر ډول له خپل دریځ دفاع وکړي. نوموړي ویلي، افغانان له لسیزو راهیسې د ترهګرۍ قربانیان دي؛ نه یوازې دا چې زیانمن شوي، بلکې په ناحقه پرې د ترهګرۍ تورونه هم لګول شوي دي. د هغه په وینا، افغانستان باید د نورو هېوادونو د ناکامو ستراتیژیو او دوه‌ مخو سیاستونو بیه ورنه کړي او ټینګار یې کړی چې پر افغان خاوره هر ډول پوځي برید د نړیوالو اصولو خلاف عمل دی او د سیمې وضعیت نور هم کړکېچن کوي. ښاغلي میاخېل له نړیوالې ټولنې غوښتي چې د افغانانو د حقونو او حاکمیت درناوی تضمین کړي او د تاوتریخوالي د پراخېدو مخنیوی وکړي. #ABN #Afghanistan #Pakistan #AttackOnAfghanistan @UN #HumanRights #CrimesAgainstHumanity #IHRF @S_MIAKHEL
2
2
9
591
ننګرهار کې د پاکستان د یرغل له امله د وژل شویو افغانانو د جنازې او دفن مراسم د طالبانو د اطلاعاتو او کلتور ولایتي ریاست د اطلاعاتو آمر ویلي، ۹ جسدونه له خاورو ایستل شوي او ۶ تنه نور لا هم تر خاورو لاندې دي. #ABN #Afghanistan #Pakistan #AttackOnAfghanistan @UN #HumanRights #CrimesAgainstHumanity #IHRF
1
12
786
پخواني ولسمشر حامد کرزي پر افغانستان د پاکستان "هوايي بریدونه" په کلکه غندلي او هغه یې د افغانستان د حاکمیت ښکاره نقض بللی دی. حامد کرزي پر پاکستان غږ کړی چې د افغانستان په اړه پر خپلو تګلارو بیا کتنه وکړي او د ښه ګاونډیتوب او متمدنه لاره اختیار کړي. د پخواني ولسمشر له رسنیز دفتره په خپره شوې خبرپاڼه کې د وژل شویو افغانانو کورنیو ته د ډاډګېرنې مراتب وړاندې شوي او ټپیانو ته د عاجلې روغتیا دعا شوې ده. #ABN #Afghanistan #Pakistan #AttackOnAfghanistan @UN #HumanRights #CrimesAgainstHumanity @KarzaiH
1
20
573
د بشري حقونو نړیوال بنسټ (IHRF) پر افغانستان د پاکستان وروستي هوايي بریدونه په کلکو ټکو غندلي او دا یې د نړیوال بشردوستانه قانون ښکاره سرغړونه بللې ده. یاد بنسټ ویلي چې په دغو بریدونو کې ملکي وګړي په نښه شوي او درنې مرګ‌ ژوبلې اوښتې دي. د بنسټ په خپره شوې اعلامیه کې راغلي چې د ملکي کورونو بمبارول او د ښځو او ماشومانو وژل هېڅ ډول توجیه نه لري او باید ژر تر ژره ودرول شي. اعلامیې ټینګار کړی چې د ملکي وګړو خوندیتوب د ټولو خواوو قانوني او اخلاقي مسوولیت دی. دغه بنسټ د پېښې په اړه د سمدستي، خپلواکې او رڼې نړیوالې څېړنې غوښتنه کړې او ویلي یې دي چې د برید مسوولین باید حساب ورکوونکي وګرځول شي. د بشري حقونو نړیوال بنسټ همداراز یې له نړیوالې ټولنې غوښتي چې په اغېزمنو سیمو کې د بشري مرستو د بې‌ خنډه او بې ځنډه رسېدو زمینه برابره کړي. ننګرهار کې د طالبانو د امنیه قوماندانۍ ویاند، سید طیب حماد رسماً تایید کړې چې یاد برید کې ۱۸ کسان چې ښځې او ماشومان پکې هم شته، وژل شوي او ۵ نور ټپيان دي. #ABN #Afghanistan #Pakistan #AttackOnAfghanistan @UN #HumanRights #CrimesAgainstHumanity #IHRF
7
39
764
د ننګرهار بهسودو ولسوالۍ کې پر یوه کور د پاکستاني پوځ د تېرې شپې د یرغل له امله اوښتې ویجاړۍ #ABN #Afghanistan #Pakistan #AttackOnAfghanistan @UN #HumanRights #CrimesAgainstHumanity
1
3
589
د جمهوري نظام د ملي مصالحې عالي شورا مشر، ډاکتر عبدالله عبدالله پر افغانستان د تېرې شپې "بریدونه" د ژورې اندېښنې وړ او غندلي دي. ډاکتر عبدالله په یوه بیان کې زیاته کړې چې دا ډول اقدامات د افغانستان د ملي حاکمیت او ځمکنۍ بشپړتیا خلاف دي، چې د بې ثباتۍ او د کړکېچ د پراختیا لامل ګرځي. نوموړي د "ملکي وګړو" هدف ګرځول او تاوتریخوالی د حل لاره نه ده بللې او د دواړو هېوادونو ترمنځ یې د ستونزې د حل لپاره خبرې اترې غوره لاره بللې ده. ننګرهار کې د طالبانو د امنیه قوماندانۍ ویاند، سید طیب حماد رسماً تایید کړې چې یاد برید کې ۱۸ کسان چې ښځې او ماشومان پکې هم شته، وژل شوي او ۵ نور ټپيان دي. #ABN #Afghanistan #Pakistan #AttackOnAfghanistan @UN #HumanRights #CrimesAgainstHumanity @DrabdullahCE
15
443
نزاکت، د ننګرهار د بهسودو د ګردي کڅ اوسېدونکی چې د پاکستان د تېرې شپې یرغل کې یې د کورنۍ ۱۸ غړي وژل شوي دي. هغه د دغې پېښې ځینې جزییات له رسنیو سره خبرو کې بیانوي. ننګرهار کې د طالبانو د امنیه قوماندانۍ ویاند، سید طیب حماد رسماً تایید کړې چې یاد برید کې ۱۸ کسان چې ښځې او ماشومان پکې هم شته، وژل شوي او ۵ نور ټپيان دي. #ABN #Afghanistan #Pakistan #AttackOnAfghanistan @UN #HumanRights #CrimesAgainstHumanity
1
2
7
503
جیلاني ځواک: پاکستان د اسراییل د دلال په توګه سیمه کې کار کوي افغان خبریال او د سیمې د حالاتو څېړونکی، جیلاني ځواک وايي، د پاکستان پوځ چې له اسراییل او امریکا کوم ماموریت اخیستی، ټکی په ټکی عملي کوي. هغه ویلي د سیمې د ناامنه کولو لپاره پاکستان ته ورکړل شوې اجنډا د اسراییل او امریکا ده اوپاکستان یې په سیمه کې د اسراییل د دلال په توګه یاد کړی دی. ځواک ټینګار کړی چې افغانان باید د پاکستان د یرغل پر وړاندې متحد شي او پاکستان له دښمن ګڼلو پرته هر ډول اختلافات او ستونزې شاته وغورځوي. پر ننګرهار او پکتیکا د پاکستان د تېرې شپې یرغل کې د یوې کورنۍ ۱۸ غړي وژل شوي او ۵ نور ټپيان دي. طالبانو دا برید غندلی او په مناسب وخت کې یې د مناسب او حساب شوي ځواب خبرداری ورکړی دی. #ABN #Afghanistan #Pakistan #AttackOnAfghanistan @UN #HumanRights #CrimesAgainstHumanity
1
12
53
1,959
د جمهوري نظام د چارو ادارې رییس، ډاکتر فضل محمود فضلي پر افغانستان د پاکستان د تېرې شپې یرغل غبرګون کې ویلي، چې دا هېواد په ټوټې کړي. فضلي ویلي، د پنجاب پوځ د اسراییل او امریکا سره د وروستیو پټو معاملو او همدارنګه په پاکستان کې د ژورو سیاسي او امنیتي کړکېچونو د پټولو په موخه یو ځل بیا پر افغان خاوره وحشیانه بمبارۍ کړې دي. د هغه په وینا، یاد پوځ اوس په ښکاره ډول افغان ولس، که په کابل کې وي او که په پښتونخوا کې، د دښمن په توګه یادوي. نوموړي همداراز ویلي چې د پاکستان سیاسي مشرتابه، په ځانګړي پنجابی پوځ او لومړی وزیر له ډونالډ ټرمپ سره په ډېرې عاجزۍ چلند کوي او آن هغه ته د سولې د جایزې وړاندیز هم کوي، خو په عین حال کې پر افغانستان بریدونه ترسره کوي. فضلي ټینګار کړی چې پر افغان خاوره دا ډول ښکاره یرغل به بالاخره د پنجابي پوځ او د استعمار له لوري جوړ شوی دغه هېواد له سختو داخلي ستونزو سره مخ کړي. د هغه په باور، پاکستان دا مهال د داسې زوال پر لور روان دی چې بېرته راګرځېدل به یې اسانه نه وي. پر ننګرهار او پکتیکا د پاکستان د تېرې شپې یرغل کې د یوې کورنۍ ۱۸ غړي وژل شوي او ۵ نور ټپيان دي. طالبانو دا برید غندلی او په مناسب وخت کې یې د مناسب او حساب شوي ځواب خبرداری ورکړی دی. #ABN #Afghanistan #Pakistan #AttackOnAfghanistan @UN #HumanRights #CrimesAgainstHumanity @FFazly
3
51
2,717
ننګرهار کې د طالبانو ویاند، سید طیب حماد ویلي چې په بهسودو ولسوالۍ کې د پاکستان د هوايي بریدونو له امله د یوې کورنۍ ۱۸ غړي وژل شوي او ۵ نور ټپيان دي. د طالبانو په خبره په وژل شویو او ټپيانو کې ښځې او ماشومان هم شته چې د وژل شویو د جسدونو د را ایستلو عملیات لا هم روان دي. هغه ویلي له یادې کورنۍ یوازې یو کس ژوندی او جوړ پاتې او وژل شوي اکثره یې ماشومان دي. د بهسودو ولسوالۍ سربېره د ننګرهار پر خوږیاڼو، غني خېلو او د پکتیکا پر برمل هم هوايي یرغل او بریدونه شوي، خو تراوسه هلته د مرګ ژوبلې راپورونه نه دي ورکړل شوي. #ABN #Afghanistan #Pakistan #AttackOnAfghanistan @UN #HumanRights #CrimesAgainstHumanity
1
1
21
1,082
د پکتیکا په برمل ولسوالۍ کې پر یوې دیني مدرسې د پاکستاني پوځ بریدونه او ویجاړۍ که څه هم دغلته د مرګ ژوبلې رسمي راپور نه دی ورکړل شوی، خو یوه دیني مدرسه په بشپړ ډول ویجاړه شوې ده. ترلاسه شویو ویډیوګانو کې ښکاري چې د دیني مدرسې ودانۍ او پکې ایښي دیني کتابونه او مقداسات ویجاړ او سوځېدلي دي. #ABN #Afghanistan #Pakistan #AttackOnAfghanistan @UN #HumanRights #CrimesAgainstHumanity
1
1
7
439
ننګرهار کې پر عامو کورونو د پاکستان د پوځ له هوايي بریدونو او یرغل وروسته ویجاړۍ دغو بریدونو کې لسګونه کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې خو کره شمېر یې معلوم نه دی. په وژل شویو او ټپیانو کې ښځې او ماشومان هم شامل دي، چې زیات شمېر یې تر خاورو لاندې دي. طالبانو ننګرهار کې د ژغورنې او تر خاورو لاندې د وژل شویو کسانو د را ایستلو عملیاتو په اړه څه نه دي ویلي. پاکستان دا بریدونه په افغانستان کې د ټي ټي پي او داعش وسله والو پر اهدافو بللي دي. طالبانو ویلي، چې بریدونه پر ملکي خلکو شوي او په مناسب وخت کې یې د مناسب او حساب شوي ځواب خبرداری هم ورکړی دی. #ABN #Afghanistan #Pakistan #AttackOnAfghanistan @UN #HumanRights #CrimesAgainstHumanity
3
30
1,224
د طالبانو دفاع وزارت پر افغانستان د پاکستان یرغل ته په "مناسب وخت کې د مناسب او حساب شوي" ځواب خبرداری ورکړ. دغه وزارت پر افغانستان د پاکستان بریدونه د هېواد ملي حریم ښکاره نقض، جنایت او د نړیوالو قوانینو خلاف عمل بللی او هغه یې په کلکو ټکو غندلی هم دی. د طالبانو په اعلامیه کې راغلي، چې پر ملکي اهدافو او دیني مرکزونو بریدونه د پاکستاني پوځ استخباراتي او امنیتي ناکامۍ ثابتوي او ویلي یې دي چې دغه ډول "تکراري تېري" به د دوی داخلي ناکامۍ پټې نه کړي. تېره شپه د پاکستان پوځ د هېواد پر ننګرهار او پکتیکا ولایتونو هوايي یرغل وکړ چې د وروستیو شمېرو له مخې یې تر ۲۰ زیات افغانان وژلي او لسګونه نور ټپيان دي. پر افغانستان د پاکستان د یرغل او عامو افغانانو د وژلو په تړاو ملګرو ملتونو او هېوادونو تراوسه هېڅ رسمي غبرګون نه دی څرګند کړی. #ABN #Afghanistan #Pakistan #AttackOnAfghanistan #KillingOfAfghans @UN#HumanRights #CrimesAgainstHumanity
2
27
581
د طالبانو ویاند، ذبیح الله مجاهد پر افغانستان د پاکستان د تېرې شپې یرغل ته غبرګون کې ویلي چې د دغه هېواد "جنرالان" داخلي امنیتي کمزوري افغانستان کې پر جنایتونو جبرانوي. هغه یو ځل بیا د افغانانو په خبره د موضوع د عادي سازۍ لپاره ادعا کړې چې د پاکستان په پوځ کې خاصې نظامي حلقې پر افغان خاوره برید کړی دی. نوموړي پر ننګرهار او پکتیکا ولایتونو د پاکستان یرغل تایید کړی او د دقیق شمېر ښودلو پرته یې ویلي چې له امله یې د ماشومانو او ښځو په ګډون، لسګونه کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده. تېره شپه د پاکستان پوځ د هېواد پر ننګرهار او پکتیکا ولایتونو هوايي یرغل وکړ چې د وروستیو شمېرو له مخې یې تر ۲۰ زیات افغانان وژلي او لسګونه نور ټپيان دي. پاکستان دغه بریدونه رسماً تایید کړي دي. د طالبانو د ویاندویانو په خبرپاڼه کې د پاکستان پر وړاندې د هېڅ اقدام خبرداری نه دی ورکړی شوی. #ABN #Afghanistan #Pakistan #AttackOnAfghanistan #KillingOfAfghans #UnitedNations #HumanRights #CrimesAgainstHumanity
2
46
1,298
نن د فبرورۍ ۲۱مه په ټوله نړۍ او افغانستان کې د مورنۍ ژبې نړیواله ورځې په توګه نمانځل کيږي. کارپوهان په دې باور دي چې په مورنۍ ژبه زده‌کړه د ماشومانو د ذهني ودې او د پوهې د ژوروالي لپاره تر ټولو غوره لار ده. اروا پوهان وايي: مورنۍ ژبه په ښوونځي کې د ماشوم د پردیوالي احساس له منځه وړي او د هغه په ځان‌باوري کې بې ساري زیاتوالی راولي. دوی واييط؛ هغه ماشومان چې په خپله مورنۍ ژبه کې قوي بنسټ لري، په راتلونکي کې دویمه او درېیمه ژبه (لکه انګلیسي یا عربي) ډېر ژر او په اسانۍ زده کولی شي. افغانستان یو داسې هېواد دی چې د ژبو د تنوع له پلوه خورا بډای دی، چې پښتو او دري د هېواد رسمي ژبې دي، خو تر څنګ یې اوزبیکي، ترکمني، پشه يي، نورستاني، بلوڅي او پامیري ژبې د هېواد په بېلابېلو برخو کې ویل کېږي. دا په داسې حال کې ده چې په تېرو کلونو کې هم په مورنۍ ژبه د تدریس لپاره هڅې شوي، خو لا هم په ډېرو سیمو کې ماشومان په خپله ژبه د درسي کتابونو او منظم تعلیم له نشتوالي سره مخ دي. د طالبانو له لوري د نجونو د ښوونځیو تړل کېدو او د تعلیمي محدودیتونو له امله نه یوازې د زده‌کړو بهیر زیانمن شوی، بلکې د ژبو د کلتوري ودې مخه هم ډب شوې ده. #ABN | #MotherLanguageDay | #Afghanistan | #Culture | #Education | #Pashto | #Dari | #Uzbeki | #HumanRights | #LanguagePreservation
2
15
620
د هند نامتو فلمي لیکوال او شاعر جاوید اختر پر طالبانو نیوکه کړې او ویلي دي، چې د دغې ډلې کړنې او قوانین د نړۍ په کچه د بشري کرامت سپکاوی دی او باید هېڅ ډول مشروعیت ورنکړل شي. جاوید اختر ادعا کړې چې طالبانو د مېرمنو وهل په داسې ډول قانوني کړي چې یوازې د هډوکو له ماتېدو مخنیوی وشي. هغه وایي، که یوه مېرمن د مېړه له اجازې پرته د خپل پلار کور ته هم لاړه شي، د درې میاشتې بند سزا ورته ټاکل شوې ده. اختر د هند له مفتیانو او ملایانو غوښتنه کړې چې د طالبانو دغه کړنې په غیرمشروط ډول وغندي، ځکه د هغه په وینا دا هر څه د اسلام په نوم ترسره کېږي. نوموړي طالبان "وحشي" او "د نړۍ تر ټولو ناوړه خلک" بللي او ټینګار یې کړی چې د سیاسي مصلحتونو په خاطر باید دغې ډلې ته اعتبار ورنکړل شي. دا په داسې حال کې ده چې په افغانستان کې د مېرمنو پر وړاندې د "معنوي او رواني" ځورونې لړۍ په بې ساري ډول زیاته شوې، چې له تېرو څلورو کلونو راهیسې د نجونو پر مخ د شپږم ټولګي پورته ښوونځي او پوهنتونونه تړل شوي، چې دا د یو نسل د راتلونکي "قتل" بلل کېږي. همداراز مېرمنې په دولتي او نادولتي ادارو کې له کار کولو منع شوي، چې دې چارې زرګونه کورنۍ له سختو اقتصادي ستونزو او مېرمنې له رواني فشارونو سره مخ کړې دي. #ABN | #JavedAkhtar | #Taliban | #WomenRights | #HumanRights | #India | #Afghanistan | #Viral
27
3
49
6,392
ایراني چارواکو خبر ورکړی چې سرحدي ځواکونو یې په خراسان رضوي ولایت کې ۷۰۰ افغان کډوال چې په غیرقانوني ډول دغه هېواد ته د ننوتلو په حال کې وو، له سختې یخنۍ او مرګوني حالت څخه ژغورلي دي. د خراسان رضوي د سرحدي ځواکونو قومندان مجید شجاع وایي، دغه کډوال په داسې حال کې موندل شوي چې له سختې یخنۍ سره مخ وو او ژوند یې په خطر کې و. ایراني رسنیو د شجاع له قوله ویلي، چې ټولو ژغورل شویو افغانانو ته پر وخت طبي مرستې او بشري اسانتیاوې برابرې شوې ترڅو د ځاني تلفاتو مخه ونیول شي. ایراني قومندان ټینګار کړی چې ایران ته ننوتل باید یوازې له رسمي او قانوني لارو ترسره شي او خبرداری یې ورکړی چې له غیرقانوني لارو راتلونکو کسانو سره به قانوني چلند وشي. دا په داسې حال کې دی چې افغانستان ته د طالبانو له بياځلي راتګ سره د اقتصادي ستونزو او وزګارۍ له امله، زرګونه ځوانان او کورنۍ هڅه کوي چې د قاچاقي او ستونزمنو لارو له لارې ایران او بیا اروپا ته لاړ شي، ترڅو خپلو کورنيو ته يوه مړۍ ډوډۍ پیدا کړي. #ABN | #Afghanistan | #Iran | #Migrants | #BorderSafety | #HumanitarianAid | #AfghanRefugees
19
1,032