Across the Afghan spectrum, whether leftist Ghani supporters or Islamist Taliban, Punjab stands as the eternal nemesis
Punjabis must adapt their outlook toward Afghans in line with this enduring pattern
د افغانستان پر سپېڅلې خاورې د پنجاب بریدونه باید د ټولو افغانانو ملي شعور ته داسې یو رغوونکی ټکان او ویښوونکی پیغام ورکړي، چې ملت دغه روانه نړیواله خطرناکه لوبه درک او د وطن ژغورنې لپاره یوې ملي اجماع ته ځان ورسوي.
ټوله سیمه د لویو قدرتونو په دوزخي سیالي کې سوزېدونکې ده او د پنجاب دغه بمبارۍ د دغې نوې لویې لوبې د لړۍ روستۍ کړۍ دي.
پنجاب د تېرو شلو کلونو د وزیرستانونو وضعیت افغانستان ته رالېږدول غواړي. بمبارونه، له خلکو د سیمو خالي کول او بیا پوځي وړاندې راتلل.
پانګوال زبرځواکونه غواړي افغانستان د خپلو سیالانو په وړاندې د نیابتي جګړې په ډګر بدل کړي.
پنجاب یوه نوې ټېکه اخیستې.
راویښیږئ که نه؟
سره یو کیږئ که نه؟