منداړو:
راشه په برمل کړی بمبار مېجر علي صاحب
وله یې مولوي صاحب
مولوي:
نه کېږي پاک فوج خو نو طاقت دی اټمي صاحب
نې ولم امي صاحب
منداړو:
ته دا پنجابیان ګوره
ورور دې د ایمان ګوره
ستا هغه احسان ګوره
ستا پلورلي کاڼي اوس په تا را غورځوي صاحب
وله یې مولوي صاحب
مولوي:
کور دی د هجرت زموږ
درک کړه مسؤولیت زموږ
نه شته دی قدرت زموږ
ته خپلې مزې کوې پرې غیې موږ چټي صاحب
نې ولم امي صاحب
منداړو:
تا وېل فدایي یم زه
تندر خدایي یم زه
ولم یې سپاهي یم زه
اوس یې ننوتی په کوم غار لکه د سپي صاحب
وله یې مولوي صاحب
مولوي:
نه ولم انصار وروڼه
دي مې د خونګار وروڼه
یو د بل اشرار وروڼه
کور دی په لاهور کې د منصور او متقي صاحب
نې ولم امي صاحب
منداړو:
څه شول فدایان ملا
هاغه خونخواران ملا
چې وژني افغانان ملا
نورو ته ګیدړ یاست بس په کور کې یاست زمري صاحب
وله یې مولوي صاحب
مولوي:
څه شول منداړوان امي
ها د مایک غازیان امي
را دې شي ځوانان امي
موږ د شناختي کارډ دوی د ګرین کارډ دي لېوني صاحب
نې ولم امي صاحب
منداړو:
نه درځي میدان ته دوی
غرب خوښوي ځان ته دوی
خړ دي خپل وجدان ته دوی
شېر دی بس له غربه به ډولک درته وهي صاحب
وله مولوي صاحب