د بشر حقونو نړیوال بنسټ:
هغه کسان باید ځواب ورکړي چې پر افغانستان د برید امر یې صادر کړی
د بشري حقونو نړیوال بنسټ په ننګرهار کې پر ملکي وګړو د پاکستاني پوځي رژیم د هوايي بریدونو په اړه ژوره اندېښنه څرګنده کړې ده. د معلوماتو له مخې، په دې برید کې د ښځو او ماشومانو په ګډون د یوې کورنۍ ۱۷ غړي شهیدان شوي دي.
یاد بنسټ دغه پېښه د نړیوال بشري قانون ښکاره سرغړونه بللې او د سمدستي، خپلواکې او شفافې نړیوالې څېړنې غوښتنه یې کړې ده.
په اعلامیه کې ټینګار شوی چې هغه کسان باید حساب ورکړي، چې د دې برید امر یې صادر کړی.
#میثاق